شي جين پينګ: چين په ټينګار سره ورخلاصون ته دوام ورکوي
CMG2021-11-13 08:52:09
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د دوولسمې نېټې په شپه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو په اته ويشتمې غير رسمي غونډې کې ګډون او وينا وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې سږکال د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو سلمه کليزه ده، دغه ګوند تل د يو ميليارډ او څلور سوه ميليونو چينايانو نېکمرغه ژوند او د ټولو انسانانو سوله او پرمختګ د خپلو هڅو هدف بولي. نوموړي وويل، چين اوس د سوسياليستي عصري هېواد په توګه د ځان د ابادۍ په هڅه کې دی او په ټينګار سره به ورخلاصون ته دوام ورکړي او له نړۍ او د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو سره به د پرمختګ زيات فرصتونه شريک کړي.