قطر به په افغانستان کې د امریکا د ګټو نماینده وګرځي
CMG2021-11-13 14:46:31
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د نومبر په ۱۲مه نېټه اعلان کړ، چې قطر به په افغانستان کې د امریکا د ګټو نماینده وګرځي.

بلينکن په همدې ورځ د قطر د بهرنيو چارو  له وزير محمد بن عبدالرحمن الثاني سره  وکتل او وروسته يې په خبري ناسته کې ياده پرېکړه اعلان کړه. 

د دواړو خواوو د تړون له مخې به ، قطر په افغانستان کې د امريکا استازی هېواد وګرځي، په افغانستان کې به د قطر سفارت يوه څانګه جوړه کړي، چې د امریکا سفارت  د کونسولۍ خدمتونه به برابر کړي او په دغه هېواد کې به د امريکا د ديپلوماتيکو تأسيساتو امنيت وساتي.