وانګ يي د اېپيک د مشرانو د غېر رسمي غونډې په اړه معلومات ورکړل
CMG2021-11-13 11:01:36
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر له يوولسمې نېټې څخه تر دوولسمې نېټې پورې په انلاين ډول د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان يعنې اېپيک (APEC) د مشرانو په ۲۸مه غېر رسمي غونډه او د اېپيک د صنعتي او سوداګريزو چارو په سرمشريزه کې ګډون او ويناوې کړي. د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د يادو دوو غونډو له پاې ته رسېدو وروسته له چيني خبري رسنيو سره په مرکه کې وويل، چې دغې غونډې د اسيا او ارام سمندر سيمې په چارو کې د رئيس شي څواړخيز ډيپلوماتيک فعاليت دی او د کرونا وبا ضد د نړيوالې همکارۍ د ژورتيا، د نړيوال اقتصاد د احيا د هڅونې او د اسيا او ارام سمندر سيمې د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ډېر مهم ارزښت لري.

وانګ يي وويل، چې رئيس شي جين پينګ د اسيا او ارام سمندر سيمې د سيمه ييزو همکاريو په باب تګلارې او وړانديزونه وړاندې کړي او له کرونا وبا سره د دغې سيمې د مبارزې او د اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره يې لوری روښانه کړی. نوموړي زياته کړه، چې رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې دې ته اشاره کړې، چې د اسيا او ارام سمندر سيمه بايد پر  ورخلاصون ټينګار وکړي، د صنعتي ځنځير او عرضې ځنځير ثبات او سالم کار دې وساتي، د تکنالوژۍ او نظام په برخو کې دې نوښتونه ومومي، د ډيجیټالي اقتصاد هراړخيز پرمختګ دې وهڅوي او ټولشمول او دواملرونکی پرمختګ دې رامنځته کړي. وانګ يي وويل، چې رئيس شي جين پينګ له دې نه مخکې د ملګرو ملتونو په  عمومي اسامبلې کې د نړيوال پرمختګ پېشنهاد وړاندې کړی او د اېپيک د مشرانو په غیر رسمي غونډه کې يې د دغه پېشنهاد اصلي روحيه بيان کړې ده.