د روغتيا نړيوال سازمان په ځايي وخت د نومبر په ۱۲مه نېټه د کرونا وبا په اړه مطبوعاتي ناسته تر سره کړه. د دې سازمان عمومي مدير تيدروس وويل، چې ځينې هېوادونه د کرونا وبا ضد واکسين د زېرمې زياتوالي ته دوام ورکوي، خو لا هم کم عايد لرونکي هېوادونه یې د واکسين تر لاسه کولو ته انتظار کوي.
تيدروس ويلي، چې د کرونا وبا ضد واکسينو د تطبيق پلان (COVAX) له مخې، ۱۴۴ هېوادونو او سيمو ته ۵۰۰ ميليونه دوزه واکسينونه لېږل شوي دي. د ياد پلان له مخې، د سږکال تر پايه پورې باید د ټولو هېوادونو ۴۰ سلنو نفوس ته واکسینونه ورکړل شي، نو اوس لا هم ۵۵۰ ميليونو دوزو واکسينونو ته اړتيا موجوده ده. تيدروس د بېلابېلو هېوادونو له حکومتونو او د واکسين توليدونکو تصديو څخه غوښتنه وکړه، چې دې هدف ته د رسېدو لپاره دې ګډه هڅه وکړي.