د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د نومبر په ۱۳مه نېټه اعلان وکړ، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د بېجينګ پر وخت د نومبر د ۱۶مې نېټې په سهار په انلاين ډول د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او د علاقه وړ مسئلو په اړه به له نوموړي سره د نظريو تبادلې وکړي.