په پاریس کې د لیبیا په اړه نړیواله غونډه جوړه شوه
CMG2021-11-13 10:52:27
شريکول:

د ليبيا مسئلې په اړه نړيواله غونډه د نومبر په دوولسمه د فرانسې په پلازمينې پاريس کې د دغه هېواد د ولسمشر ايمانويل ماکرون په مشرۍ جوړه شوه. د غونډې ګډونوالو د ليبيا د سياسي جريان له هڅولو او د ليبيا بحران د پوره حل پلان له موندلو څخه ملاتړ څرګند کړ او له بهرنيو ځواکونو او اجيرو عسکرو څخه يې وغوښتل، چې له ليبيا څخه ووځي.

ماکرون د غونډې له پای ته رسېدو وروسته په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې دغه غونډه د فرانسې، جرمني، ليبيا او د ليبيا د ګاونډيو هېوادونو له خوا جوړه شوې او ورڅخه د ليبيا بحران د سياسي حل لپاره د نړيوالې ټولنې ګډه هيله څرګنده شوې ده. د غونډې ګډونوالو د ليبيا له ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو او د سياسي انتقال څخه ملاتړ ښودلی دی.