شي جين پينګ د APEC د مشرانو په ۲۸ مه غير رسمي غونډه کې ګډون وکړ
cri2021-11-13 15:07:56
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۲ مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان (APEC) د مشرانو په ۲۸ مه غير رسمي غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه. شي جين پينګ وويل، چې د اسيا او ارام سمندر سيمه په نړۍ کې د تر ټولو زياتې ودې او پرمختيايي خوځنده ځواک لرونکې سيمه ګرځېدلې ده او د نړيوال اقتصادي  پرمختګ او د سيمه ييزو خلکو د هوساینې لپاره يې مثبت خدمتونه کړي دي.

هغه زياته کړه، چې روان کال په APEC کې د چين د شاملېدو له دېرشمې کليزې سره برابر دی. دغه دېرش کلونه د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د پياوړتيا کلونه دي او هم د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکاريو د پرله پسې پراختيا  کلونه دي. رئیس شي جين پينګ وویل، چې روان کال د اېپيک غړو په ګډه لاندې پلانونه جوړ کړي دي.

لومړی، د کرونا وبا ضد همکارۍ او اقتصادي بیا رغونې ته به وده ورکړو. له وبا سره مبارزه او اقتصادي بیا رغونه د اسیا او ارام سمندر سیمې د ټولو غړو لپاره تر ټولو مهمې دندې دي. دا اړینه ده، چې په ساینسي ډول د وبا ضد مبارزه وکړو او نړیواله همکاري ژوره کړو. چین اعلان وکړ، چې په روان کال کې به بهرنيو هېوادونو ته د واکسین دوه ملیارډ دوزه ورکړي او تر دې دمه یې له يو ملیارډو ۷۰۰ ميلونو دوزو څخه ډېر  برابر کړي دي. څه موده مخکې، چين د واکسين د نړيوالې همکارۍ عملياتي وړانديز وړاندې کړ او څرګنده يې کړه چې په راتلونکو درېيو کلونو کې به پرمختيايي هېوادونو ته درې مليارډه امريکايي ډالره برابر کړي، تر څو د وبا ضد مبارزې او د اقتصادي او ټولنيزې پرمختيا د بيا رغولو په برخو کې له دغو هېوادونو سره مرستې وکړي.  

دوهم، د اسيا او ارام سمندر سیمې لپاره به خلاص اقتصاد جوړ کړو. موږ باید سیمه يیز اقتصادي ادغام ته وده ورکړو او ژر تر ژره د اسيا او ارام سمندر ازاده تجارتي سیمه جوړه کړو.   

درېیم، د نوښت ودې او ډیجیټلي اقتصادي پرمختګ ته به وده ورکړو. نوښت مهم خوځنده ځواک دی، چې د نړۍ پرمختګ رهبري کوي.

څلورم، ټولشموله او دوامدار پرمختګ به ترلاسه کړو. موږ باید د انسانانو او طبيعت ترمنځ پر همغږي پرمختګ ټينګار وکړو، په فعاله توګه دې له اقلیمي بدلون سره مقابله وکړو، د زرغون او کم کاربن ايستنېته دې وده ورکړو او په کرې کې د ژوند ګډې ټولنې د جوړولو لپاره دې هڅه وکړو.