وانګ يي د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلينکن سره ټیلیفوني خبرې وکړې
CMG2021-11-13 17:27:21
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويبپاڼې خبر ورکړ، چې د دغه هېواد د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر په ۱۳مه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلينکن سره  ټیلیفوني خبرې وکړې.

وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې وويل، چې د دولت رئیس شي جين پينګ به د نومبر په ۱۶مه نېټه په انلاين ډول د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره وګوري. دغه ملاقات به نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په اړه ستر  کار  وي، بلکې د نړيوالو اړيکو لپاره به ډېر مهم ارزښت ولري. د دواړو هېوادونو خلک او نړيواله ټولنه هيله لري، چې په دغه ملاقات کې به د دواړو هېوادونو او نړۍ لپاره ګټورې نتيجې تر لاسه شي.

بلينکن وويل، چې امريکا غواړي په دغه کتنه کې د متقابل درناوي پر بنسټ له چين سره د دوه اړخيزو اړيکو په اړه د نظريو تبادلې وکړي او په ګډه نړۍ ته قوي پيغام خپور کړي.

دواړو وزيرانو د انرژۍ د امنيت، اقليمي بدلون او د ايران د ذروي مسئلې په اړه د نظريو تبادلې وکړې او موافقه يې وکړه، چې د بېلا بېلو نړيوالو ننګونو په اړه به خپلمنځي خبرو ته دوام ورکړي.