ملګري ملتونه: په ۲۰۲۱م کال کې د نړۍ د خوړو د واردولو لګښت به تر پخوا لوړ شي
CMG2021-11-13 14:46:11
شريکول:

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړيوال سازمان د نومبر په ۱۱مه نېټه وړاندوينه وکړه، چې په ۲۰۲۱م کال کې به د نړۍ د خوړو د واردولو لګښت د پخوا په نسبت لوړ او له ۱۷۵۰ ميلياردو ډالرو  نه به زيات شي. دا اندازه د تېر کال په نسبت ۱۴ سلنه زیاتوالی ښیي.. عمومي لامل يې دا دی، چې په نړیوال تجارت کې د خوړو بيې لوړې شوي او د ټرانسپورټ لګښت یې درې چنده زیات شوی دی.

د راپور له مخې، د خوړو او انرژۍ د بيو د زياتوالي له امله، بې وزلي هېوادونه او مشتريان له ډېرو ستونزو سره مخ دي، د دوی عمده عايد د ژوند په ضروري توکو  مصرفیږي. په زیاتېدونکو هېوادونو کې د کورنيو له ۶۰ سلنو څخه زيات عايد په خوړو، د سون موادو، اوبو او استوګنځيو  مصرفیږي.