د چين د کمونېست ګوند په قاموس کې (( د بادارۍ غوښتنه )) نه کيږي
CMG2021-11-14 14:43:37
شريکول:

د چين او لاوس ترمنځ اوسپنيزه لار به په ډسمبر کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي. د لاوس زياتو وګړو په انټرنيټي شبکو کې د کمنټونو په ليکلو سره د دغې اوسپنيزې لارې په اړه خپل د خوشحاليو احساسات څرګنده کړې او ليکلي، چې (( دغه خوب، چې مخکې د تصور وړ نه و، اوس پوره شوی دی. )) (( له چين ډېره مننه.))

د چين او لاوس ترمنځ اوسپنيزه لار د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ له ډېرو پروژو څخه ده او د لاوس خلک ورته سترګې په لاره دي. تر ۲۰۲۰م کال پورې، د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د چين سوداګريزه اندازه له ۹۲۰۰ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه زيات شوی او په دغو هېوادونو کې د چين د مستقيمو پانګونو ارزښت ۱۴۰ ميليارډه امريکايي ډالرو ته نژدې شوی دی. د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد د دغو هېوادونو له خلکو سره مرسته کوي، چې ښه ژوند خپل کړي.

د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لاسته راوړنې د لويديځو هېوادونو د هغو کسانو شک او حسد سبب ګرځېدلی، چې دوی د سړې جګړې مفکوره لري. دغه وګړي د خپل تعصب په اساس د چين موخه تر پوښتنې لاندې راوستې او وايي، چې چين د سيمه ييزې بادارۍ د موندلو په هڅه کې دی. د دوی دغه خبره بې بنسټه او بې ځايه ده.

که تاسو غواړئ د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد په اړه ښه پېژندنه او پوهه ولرئ، لومړی بايد د نړۍ په اړه د چين د کمونېست ګوند په نظريو پوه شي.

ولې د چين کمونېست ګوند برياليتوب تر لاسه کړی؟ نړيوال سياستوال او کارپوهان له دغې پوښتنې سره ډېره علاقه لري او په دې اړه يې ډېرې څېړنې کړي دي. د نومبر په ۱۱مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کمېټې شپږمې عمومي غونډې په  خپره شوې اعلاميه کې (( پر لسو ټکو د چين د کمونېست ګوند ټينګار کول ))  يادې پوښتنې ته ځواب بلل کيږي. نړۍ ته پر پام کولو ټينګار کول چې له يادو لسو ټکو څخه دي، د دغه ګوند مهمه تجربه ده او هم د نړۍ په اړه د دغه ګوند د نظريو يوه برخه ده.

د چين کمونېست ګوند له جوړېدو راهيسې ليرې موخه په پام کې درلودلي، چې دغه موخه د نړۍ لپاره خدمت کول دي، نه په نړۍ کې د بادارۍ لټول. د چين کمونېست ګوند په سوله کې د ګډ ژوند ۵ اصول وړاندې کړی، د هېواد په اساسي قانون او د ګوند په منشور کې يې د سوله ييز پرمختګ پر لارې ټينګار کول شامل کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ پېشنهاد يې کړی. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ ويلي، چې د چين کمونېست ګوند د چينايانو د نيکمرغۍ په موخه سياسي ګوند دی او د انسانانو د پرمختګ د چارو لپاره د خدمت کولو سياسي ګوند هم دی.

د چين ولسي جمهوريت له جوړېدو راهيسې هيڅ جګړه او شخړه نه ده راپارولې او هيڅکله يې د نورو هېوادونو پر خاورو تيری نه دی کړی. چين تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو د ۳۰ امنيت ساتونکو عملياتو لپاره له ۵۰ زرو نه زيات امنيتي ساتونکي ليږلي دي، چې دا رقم د م.م د امنيت شورا د نورو دايمي غړو له خوا د ليږل شويو امنيتي ساتونکو په پرتله زيات دی. چين د ايران د ذروي مسئلې او د افغانستان مسئلې په چارو کې د سولې او خبرو اترو د هڅولو لپاره مثبتې هڅې کړي او د نړيوالې او سيمه ييزې سولې او آرامتيا په ساتلو کې يې رغنده رول لوبولی دی.

چينايانو د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې شتمنه ټولنه جوړه کړې او د مطلقې بېوزلۍ حالت يې له منځه وړی، چې د نړۍ د بېوزلۍ د کمولو لپاره د خدمت انډول يې له ۷۰ سلنې څخه زيات دی. چين په نړۍ کې د کرونا وبا د خپرېدو پر وړاندې تر خپل وسه پورې له نړيوالې ټولنې سره مرستې کړي دي. چين په نړۍ کې هغه هېواد دی، چې نورو هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو ته يې تر ټولو زيات د کرونا وبا ضد واکسين برابر کړی.

((که ګرده نړۍ ښه وي، نو چين به ښه وي، که چين ښه پرمختګونه ومومي، نو په نړۍ کې به لا زيات پرمختګونه وموندل شي)) دا د چين د کمونېست ګوند مفکوره ده. باداري د چين د ګمونېست ګوند په قاموس کې موجوده نه ده او نه وه او په راتلونکي کې به هم رامنځته نه شي. دغه ګوند نه يوازې د چينايانو د ښه ژوند هيله لري، بلکې د نړيوالو د ښه ژوند هيله يې هم له مهمو موخو څخه ده.