په امريکا کې د ډزو د پېښو زياتوالي روچيستر ښار اضطراري حالت ته اړولی
CMG2021-11-14 14:38:07
شريکول:

د زياتو امريکايي رسنيو د خبر له مخې، د نيويارک ايالت روچېستر ښار د ډزو او خونی پېښو د ډېرېدو له امله، د نومبر پر ۱۲مه نېټه اعلان شوی چې اضطراري حالت ته ننوزي.

د پوليسو د شمېرنې له مخې، د نومبر تر ۸مې نېټې پورې، سږکال په روچېستر ښار کې ۳۰۱ د ډزو پېښې شوې، چې په کښې ۳۶۰ تنه ټپيان شوي. د ډزو پېښو اندازه ۹۵ سلنه زياته شوې. د دې تر څنګ د خونی پېښو شمېر ۷۱ ته رسېدلی، چې له ۱۹۹۳م کال راهيسې په تاريخ کې تر ټولو لوړ دی.

د امريکايي سرچينو د معلوماتو له مخې، د نومبر تر ۱۳مې نېټې پورې په امریکا کې له ۱۷ زرو او ۹۰۰ څخه زيات کسان د ډزو په پېښو کې وژل شوي دي.