د شينجيانګ له اقسو څخه تر علار پورې پټلۍ پوره جوړه شوې ده
CMG2021-11-14 14:39:29
شريکول:

په شينجيانګ کې له اقسو څخه تر علار ښار پورې پټلۍ د نومبر پر ۱۱مه نېټه پوره جوړه شوې ده.

د يادې پټلۍ اوږدوالی ۱۱۴.۶ کيلومتره دی، چې د ۲۰۲۰م کال د اپريل پر ۲۹مه نېټه يې د جوړنې په کار پيل شوی وو او پلان دا دی، چې په ۲۰۲۲م کال کې په کار واچول شي.

له اقسو څخه تر علار پورې پټلۍ د عوات ولسوالۍ له لارې تېریږي، عوات ولسوالۍ د چين غوره پنبه توليدوي. د دې پټلۍ له جوړېدو وروسته به د عوات ولسوالۍ او علار ښار ترمنځ ترانسپورټ ته اسانتيا برابره شي او ځايي زراعتي تولیدات به د دې پټلۍ له لارې نورو سميو ته انتقال شي. په دې سره به  د ځايي اوسیدونکو اقتصاد او ژوند ښه پرمختګ ومومي