کابل: په بس چاودنه کې يو کس وژل شو او دوه نور ټپيان شول
CMG2021-11-14 14:35:48
شريکول:

د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نومبر پر ۱۳مه نېټه وويل، چې په همدې ورځ په کابل کې پر يو بس چاودنه وشوه، چې په کښې  يو عام وګړی مړه شو او دوه نور ټپيان شوي.

مجاهد په ټولنيزو رسنيو کې وويل، چې ياده چاودنه د کابل په ۱۸مه حوزه کې رامنځ ته شوې.

د نوموړي په خبره  اوس د دې پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

تر اوسه پورې هيڅ سازمان يا شخصيت د ياد بريد مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستلی.