رښتينی ډيموکراسي بايد داسې وي، چې خلک د هېواد باداران وي
CMG2021-11-14 14:46:00
شريکول:

دا د هېواد د ډيموکراتيک نظام د ارزونې اصلي معيار دی، چې ايا خلک په دغه هېواد کې د بادارانو مقام لري؟

د هسپانيا هېواد (El País) ورځپاڼې په دې وروستيو کې په خپله ويبپاڼه کې يوه مقاله خپره کړې. په دغه مقاله کې ليکل شوې، چې د لويديځو ډيموکراسي له بحران سره مخ ده. که څه هم په لويديځو هېوادونو کې اتباع د رای ورکونې په شمول سياسي حقونه لري، خو دغه حقونه دوی ته پر سياسي پريکړو د اغېزو واک نه ورکوي، ځکه د واک او ځواک رښتيني خاوندان د خلکو د ارادو پرته د سياسي پريکړو د ورکولو لارې چارې لري.

په ياده مقاله کې د لويديځې ډيموکراسې رياکارانه بڼه په ډاګه شوې او دې ته يې اشاره کړې، چې د انتخاباتو ډيموکراسي د شتمنو لوبه ده، نه رښتنې ډيموکراسي ده.

رښتنې ډيموکراسي څه ده؟ د چين کمونېست ګوند د نولمسې مرکزي کمېټې د شپږمې عمومي غونډې اعلاميه په دې وروستيو کې خپره شوې او په کښې يې د ډيموکراتيک سياست د ابادۍ په لاره کې د چين تجربې او لاسته راوړنې راټول شوي دي. دغې اعلاميې د چين د ډيموکراتيک شکل په اړه د نړيوالې ټولنې لا ژور فکرونه او پېژندنه رامنځته کړي دي.

ډيموکراسي د لويديځو هېوادونو انحصاري حق نه دی، بلکې بېلا بېل هېوادونه د خپل وضعيت له مخې د ډيموکراتيک پرمختګ د لارې د انتخاب حق لري. چينايانو د چين د کمونېست ګوند په شمرۍ "د ټول بهير ولسي ډيموکراسۍ"  د پرمختګ لار جوړه کړې. دغه لارې د هېواد پر سياسي نظام د چينايانو لوړ باور څرګند کړی او هم د نورو پرمختيايي هېوادونو لپاره ګټورې تجربې برابري دي.