سږ کال د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو د تګ راتګ شمېر تر تېر کال زيات دی
CRI2021-11-14 14:45:09
شريکول:

د سږ کال په لومړيو لسو مياشتو کې د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو د تګ راتګ شمېر او د ليږد راليږد سوداګریزو مالونو اندازه  د ۲۰۲۰م کال د عمومي حجم په پرتله زياتوالی ښيي.

د معلوماتو له مخې، د روان کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې د چين او اروپا ترمنځ ۱۲زره او ۶۰۵ باروړونکو اورګاډيو تګ راتګ کړی او د مالونو يو ميليون او ۲۱۶ زره کنټينرونه ليږدولي دي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۲۶ سلنه او۳۳ سلنه زيات شوی او د تېر کال د عمومي حجم په پرتله هم زياتوالی ښيي.