د يو شمېر هېوادونو کارپوهانو د شي جين پينګ د وړانديزونو ستاينه وکړه
CMG2021-11-14 14:40:58
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر پر ۱۲مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان يعنې اېپيک (APEC) د مشرانو په ۲۸مه غير رسمي غونډه کې وينا وکړه. د يو شمېر هېوادونو کارپوهانو  څرګنده کړه، چې د رئيس شي جين پينګ يو لړ وړانديزونه او غوښتنې د دې سيمې د يووالي او د نړيوال اقتصاد د بیا سمسورتيا لپاره خورا مهم او اړین موضوعات دي چي عملي کول يې نړېواله اقتصادي نېکمرغي برابره وي.

د اندونيزیا د فکري ارګاند اسيايي نوښت د څېړنيز مرکز مشر بندي وويل، چې د کرونا وبا ضد مبارزه کې همکارۍ د دې سيمې تر ټولو مهمه دنده ده او چين په دې مبارزه کې په فعاله توګه نورو هېوادونو ته مرسته ورکوي. د چين غوښتنې او کړنې نه يوازې د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصاد د بیا سمسورتيا لپاره، بلکې د نړيوالو همکاريو او سمسورتيا لپاره ګټوري دي.

د چيلي د جنوبي پوهنتون د عمومي مديريت پوهنځي مشر پيدرو د رښتيني څواړخيزتوب د عملي کولو په اړه د رئيس شي جين پينګ د پېشنهاد ډېره ستاينه وکړه. د هغه په اند، دغه پېشنهاد د ګډو ستونزو د حل لپاره ځيرک نظر دی. د اسیا او ارام سمندر سيمه بايد د همکاريو د پياوړتيا له لارې کرونا وبا ته ماتی ورکړي او د سيمه ييز اقتصاد پرمختګ ته وده ورکړي.