د بريتانيې په ليورپول ښار کې د موټر بم چاودنې له امله دوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
CMG2021-11-15 10:00:48
شريکول:

د بريتانيې د پوليسو په وينا د روانې مياشتې په ۱۴ مه نېټه د دغه هېواد په شمال لويديځ ليورپول ښار کې د يوه روغتون بهر په يوه ټکسي کې بمي چاودنه شوې، چې له امله يې يو تن مړ او يو بل ټپی شوی دی.

ځايي پوليسو دغه چاودنه تراوسه ترهګريزه پېښه نه ده بللې، خو درې شکمن کسان يې نيولي دي چې عمرونه يې له ۲۱ تر ۲۹ کلنۍ پورې دي.