وانګ يي: چين له اسيان سره د ازادې سوداګريزې سيمې ابادۍ د پياوړتيا لپاره د ګډو هڅو هيله لري
CMG2021-11-15 14:59:07
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويبپاڼې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر د څوارلسمې نېټې په شپه په بېجينګ کې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې يعنې اسيان د غړو هېوادونو له سفيرانو او استازو سره کتلي دي.

وانګ يي په دغه کتنه کې ويلي، چې د دواړو خواوو ترمنځ د ډيالوګ د جوړېدو د دېرشمې کليزې يادغونډه به ژر تر سره شي او دغه ارزښتناکه غونډه به په راتلونکو دېرشو کلونو کې د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ پلان او لوری روښانه کړي.

وانګ يي دې ته اشاره کړې، چې چين به د کرونا وبا ضد واکسين په برخه کې د اسيان له هېوادونو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي، تر څو دغې وبا ته پوره ماتې ورکړي. چين هيله لري، چې د اسيان له هېوادونو سره د ازادې سوداګريزې سيمې ابادۍ د پياوړتيا تدبيرونه پيل کړي، د ډيجيټل او زرغون اقتصاد په برخو کې خپلمنځي همکارۍ زياتې کړي، د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو او اسانېدو پر نويو اقداماتو بحثونه وکړي او په ټاکلي وخت او هراړخيزه توګه رسيپ تړون (RCEP) پلی کړي.

په چين کې د اسيان هېوادونو سفيرانو او استازو د چين کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کمېټې د شپږمې عمومي غونډې د برياليتوب په مناسبت وانګ يي ته مبارکي ويلې او له چين څخه يې مننه کړې، چې د کرونا وبا ضد مبارزې او د اقتصاد د احيا په برخو کې يې له دغو هېوادونو سره ډېرې مرستې کړې دي. اسيان غواړي د سوداګرۍ، زرغون اقتصاد، د اقليمي بدلون ضد مبارزې، کلتوري تګ راتګ او دواملرونکي پرمختګ په برخو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي.