د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د نومبر په ۱۴ مه نېټه له روسي رسنۍ سره د مرکې پر مهال وويل، چې روسیه د پولنډ او بلاروس ترمنځ سرحدي سيمه کې د کډوالو له بحران سره اړيکې نه لري، هغه له رسنيو څخه د کډوالو بحران په اړه راپورونه ليدلي او تر دې مخکې يې د بلاروس له ولسمشر لوکاشنکو سره پدې اړه هيڅ خبرې نه دي کړي.