د بورکينافاسو د امنيت وزير د روانې مياشتې په ۱۴ مه نېټه د دغه هېواد د ملي تلويزيون له لارې خبر ورکړ، چې د دغه هېواد په شمال ساحل سيمه کې پر حکومتي ځواکونو ترهګريز بريد شوی، چې له امله يې ۱۹ سرتېري او يو ولسي وګړی وژل شوي دي.
تراوسه پورې کومې ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې او د دغه هېواد چارواکي وايي چې د پېښې له زيانمنو خلکو سره د مرستې هڅې او په تړاو يې پلټنه روانه ده.