د ايران د زلزلې پېژندنې ادارې خبر ورکړ، چې د روانې مياشتې د ۱۴ مې نېټې په ماسپښين د دغه هېواد په جنوب هرمزګان ولايت کې د ريکتر په کچې ۶.۴ او ۶.۳ دوه پرله پسې زلزلې وشوې چې له امله يې يو تن مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
د يادې ادارې د راپور له مخې، لومړۍ زلزله چې ژوروالی يې ۱۸ کيلومتره ښودل شوی، پر ځايي وخت د همدې ورځې د ماسپښين په ۳ بجو او ۳۷ دقيقو وشوه او له دوو دقيقو وروسته دوهمه زلزله وشوه، چې ژوروالی يې ۱۵ کيلومتره ښودل شوی دی.