د اقليمي بدلون په اړه د م.م د چوکاټي تړون د امضا کوونکو خواوو په ۲۶مه غونډه کې نوی موافقه ليک لاسليک شو
cri2021-11-15 14:22:47
شريکول:

د اقليمي بدلون په اړه د م.م د چوکاټي تړون د امضا کوونکو خواوو په ۲۶مه غونډه کې د نومبر په ۱۳مه نېټه نوی موافقه ليک لاسليک شو چې پکې د سکرو په ګډون د سون موادو کم کارول پکې ياد شوي او دغه موخه پکې ټاکل شوې، چې تر ۲۰۱۵م کال پورې د نړۍ د تودوخې د لوړېدو اندازه بايد تر ۱.۵ درجې هم کمه شي.

د چين استازي وويل، چې دغه غونډه به د پاريس تړون د پلي کېدو لپاره ډېر ښه بنسټ برابر کړي او پکې پرمختيايي هېوادونو ته د پيسو ورکولو مسئلې د حل و فصل لپاره لږ څه برياليتوبونه هم رامنځته شوي دي. چين له اړوندو خواوو څخه غواړي، چې د خپلو ژمنو د پلې کولو او د نړۍ د اقليمي اداري بهير د پرمخبيولو لپاره جدي اقدامات غوره کړي. (شکريه)