د چين د عصري کېدو ځانګړې لاره څنګه بريالۍ شوې؟
cri2021-11-15 14:56:35
شريکول:

د سيربیا پخواني ولسمشر بوريس تادیک يوه میاشت مخکې د چين پېژندنې په نهم نړيوال فورم کې وويل، چې په روانې ۲۱مې پېړۍ کې د لوېديځې نړۍ پر وړاندې له موجودو ننګونو څخه ښکاري، چې عصري کېدل له غربي کېدنې سره يو شان نه دي. چين د هېواد د عصري کېدو په تړاو  نړيوالو ته نوی مفهوم  وړاندې کړی دی.

 چين څنګه د عصري کېدو لار پيدا کړه او نړيوالو ترې څه ګټې اخيستې دي؟ دغو موضوعاتو د سيربيا پخواني ولسمشر بوريس تاديک په شمول د نړيوالو شخصيتونو پام راجلب کړی دی. په دې وروستيو ورځو کې د چين د کمونېست ګوند د ۱۹مې مرکزي کميټې په شپږمې عمومي غونډې کې يوه اعلاميه خپره شوه، چې له مخې يې چين د دغه هېواد د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې په برياليتوب سره د عصري کېدو لاره موندلې او د انساني تمدن نوې بڼه يې ابتکار کړې ده. چين د عصري کېدو پر لور د پرمختيايي هېوادونو د روانېدو لپاره ښه لاره پيدا کړې او د عصري کېدو لارې يې د نړۍ پام را اړولی دی.

که تاريخ ته ځغلنده کتنه ولرو، نو اروپايي او امريکايي هېوادونو تر نورو مخکې د عصري کېدو پرمختيایي لاره پيدا کړې او د لوېديځې تيورۍ پوهان د دغو هېوادونو د عصري کېدو لار د هېواد د عصري کېدو يوازينۍ لار بولي، خو دا هم بايد هېر نه کړو، چې د يادو هېوادونو عصري کېدل له استعمار او تيري سره مل وو او تر عصري کېدو وروسته  پکې ډېرې ستونزې رامنځته شوي او د شتمنو او بې وزلو ترمنځ يې واټن پراخ او ټولنه يې ټوټه ټوټه شوې ده. د دوی موډل د ټولو هېوادونو لپاره مناسب نه دی. که دغه موډل په ټولو هېوادونو او ملتونو کې استعمال شي، نو خامخا به له ناکامۍ سره مخ شي.

حقايقو دغه ټکی ثابت کړی دی.

د لاتينې امريکا د ځينو هېوادونو د عصري کېدو بهير له يوې پېړۍ زيات دوام درلود، خو لاهم له ټولنيز تاوتريخوالي او اقتصادي تزلزل سره مخ دي. د دې ترڅنګ د افريقايي هېوادونو د عصري کېدو بهير هم له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دی. ټول په دې ښه پوهيږي، چې د هېواد عصري کېدل له غربي کېدنې سره يو شان نه دي. هغه هېوادونه، چې لاهم د پرمختګ په برخه کې وروسته پاتې دي، لا زیاتو غوراويو ته اړتيا لري.

د بريتانيا مشهور عالم مارتين جاکويس وايي، چې د چين پرمختګ او سمسورتيا د پرمختیايي هېوادونو لپاره نوې پرمختيايي لاره برابر کړې ده.

 د دې لارې ځانګړتيا څه ده؟

دغه لاره د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د چينايانو په ډېرو هڅو ترلاسه شوې او چيني خصوصيت لرونکې لاره ګڼل کيږي او د چين له مشخصاتو سره سمون لري.

د دغې لارې پرمختيایي موخه دا ده، چې د چين په دننه کې ټول وګړي بايد په ګډه شتمن شي او د انسانانو او طبيعت ترمنځ همغږي بايد وساتل شي، د دې ترڅنګ  چين به د نړيوالې سولې او پرمختګ او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هلې ځلې وکړي، تر څو مادي، سياسي، ټولنيز او ايکولوژيکي تمدنونه په همغږۍ پرمختګونه ومومي.

چين د عصري کېدو لارې د پيدا کولو په برخه کې د ختيځو او لويديځو هېوادونو د عصري کېدو له ځينو ګټورو تجربو څخه هم ګټه پورته کړې، خو د لويديځو هېوادونو د عصري کېدو د موډل ځينې ستونزې يې هم درک او لېرې کړې دي. چين د عصري کېدو موډل د کمونېست ګوند تر رهبرۍ لاندې په ځانګړو مشخصاتو سره پيدا کړی دی.

د چيني چارو برازيلي کارپوه ايواندرو منيزيس کارواله وايي، چې لوېديځ هېوادونه غواړي، د نړيوال کېدو بهير د پرمخبيولو له لارې خپل ارزښتونه نورو هېوادونو ته خپاره کړي او د نورو هېوادونو د خلکو ارزښتونه او د ژوند عادتونه له پامه وغورځوي، چې دا له شک پرته استعماري فکر دی، خو د چين د عصري کېدو موډل خپله ځانګړتيا لري او ټولشموله ګڼل کيږي.

چين به په راتلونکې کې د دغه هېواد د کمونېست ګوند تر رهبرۍ لاندې په ياد سم  لوري ګامونه پورته کړي.