سوريې ته د چين مرسته شوی د کرونا ضد واکسین ورسېد
CMG2021-11-15 09:57:37
شريکول:

سوريې ته د چين لخوا مرسته شوی د کرونا ضد واکسين د نومبر په ۱۴ مه نېټه وسپارل شو. د سوريې د روغتیا وزير د واکسين د سپارلو مراسمو ته په وينا کې له چين څخه مننه وکړه او دغه مرسته يې د کرونا وبا د اوسنۍ څپې د مخنيوي لپاره ډېره مهمه وبلله او ويې ويل، چې د چين واکسين به په سوريه کې د واکسين د تطبيق لړۍ لاګړندۍ کړي او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامدارې دوستۍ ښکارندويي کوي.