په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۲۵۳۱۶۳۳۳۰ ته رسېدلی
CMG2021-11-16 10:19:25
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په ۱۵ مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۵ مې نېټې د مازديګر تر ۴ بجو او ۳۰ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر د تېرو ورځې په پرتله ۳۳۶۷۳۳ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۲۵۳۱۶۳۳۳۰ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۵۰۹۸۱۷۴ ته رسېدلی چې تر تېرې ورځې ۵۴۱۳ زيات شوی دی.

(مينه)