د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر د نومبر په ۱۶مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د دې هېواد د انټرنېټي تمدن د لومړۍ دورې غونډې په اړه خبريالانو ته معلومات ورکړل.
نوموړي وويل، چې د چين د انټرنېټي تمدن د لومړۍ دورې غونډه به د نومبر په ۱۹مه نېټه بېجينګ کې تر سره شي. د اړوندو ادارو مسئولين، د انټرنېټي تصديو او ټولنو استازي، کارپوهان او د انټرنېټ کارونکي به د دې غونډې په عمومي فورم کې ويناوې وکړي. په ياد فورم کې به (( په نوي عصر کې د انټرنېټي تمدن د ابادۍ لس لويې پېښې )) او (( د انټرنېټي تمدن د ګډې جوړونې وړانديز )) خپاره شي.
نوموړي وويل، چې د دې غونډې د تر سره کېدو لپاره پوره چمتوالی نيول شوی دی.