شي جين پينګ : چين او امريکا دې يو د بل درناوی وکړي
cri2021-11-16 10:48:41
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د بېجينګ په وخت د نومبر د ۱۶مې نېټې په سهار د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره انلاين خبرې وکړې.

شي جين پينګ له بايډن سره په خبرو کې ويلي، چې چين او امريکا دې د نړۍ د تر نورو لويو اقتصادونو او د امنيت شورا د دايمي غړو په توګه يو له بل سره راشه درشه او همکارۍ پياوړې کړي، دواړه خواوې دې نه يوازې خپلې کورنۍ چارې په ښه توګه تر سره کړي، بلکې نړيوالې دندې دې هم پر غاړه واخلي او انساني سوله او پرمختګ دې وهڅوي.

نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې د چين او امريکا پرمختګ، د نړۍ سولې او ثبات، له اقليمي بدلون سره مقاومت او له کرونا وبا سره مبارزې د دواړو خواوو تر منځ سالمو اړيکو ته اړتيا لري. چين او امريکا دې يو د بل درونای وکړي او په سوله کې دې ګډ ژوند او همکارۍ وکړي. (شکريه)