د اوکراين رسمي خبري اژانس د نومبر په ۱۵مه نېټه خبر ورکړ، د ناټو د سرمنشي له يوې امريکايي رسنۍ سره په مرکه کې څرګنده کړې چې په ناټو کې د اوکراين شاملېدل د دغه سازمان د ټولو غړو موافقه بايد واخيستل شي، خو تر اوسه غړي يې په دې اړه موافقې ته نه دي رسېدلي.
نوموړي وويل چې هغه په دې وروستيو ورځو کې د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلېنسکي ته د دغه هېواد له ملي حاکميت او د خاورې بشپړتيا څخه د ملاتړ په اړه د ناټو دريځ تکرار کړ، خو ولسمشر زيلېنسکي د ناټو د غړيتوب د تر لاسه کولو هيله وښوده.
( سپوږمۍ)