شي جین پينګ: په نړۍ کې د ډيموکراسۍ بڼې يو شان نه دي
CMG2021-11-16 17:02:48
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۶مې نېټې په سهار له بېجينګ څخه په انلاين ډول د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره وکتل. شي جین پينګ وويل، چې په بېلابېلو هېوادونو کې د ديموکراسۍ بڼې توپيرونه لري. که د ديموکراسۍ د پلي کېدو د شکلونو د توپيرونو له امله نور هېوادونه وترټل شي، نو داسې کړنې ديموکراتيکې نشو بللی. چين غواړي د متقابل درناوي پر بنسټ د بشري حقونو مسئلې په اړه ډيالوګ تر سره کړي، خو د بشري حقونو په بهانه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې له لاسوهنو سره ټينګ مخالفت کوي.