چين : د چين او امريکا د سرمشرانو انلاين ملاقات نه يوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د ټولې نړۍ لپاره مهم اهميت لري
cri2021-11-16 10:13:19
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند جاو لي جيانګ د نومبر په ۱۵مه نېټه وويل، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د نومبر د ۱۶مې نېټې په سهار د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره انلاين خبرې وکړي.

ښاغلي جاو وويل، دغه ملاقات نه يوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د ټولې نړۍ لپاره مهم اهميت لري، د دواړو هېوادونو خلک او نړيواله ټولنه هيله لري، چې په دغه ملاقات کې به ګټور برياليتوبونه تر لاسه شي.

د مالوماتو له مخې، شي جين پينګ به له جو بايډن سره د دواړو خواوو د ګډې علاقې وړ ستراتيژيکو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړي او چين هيله لري، چې دواړه هېوادونه به راشه درشه او همکارۍ پياوړې کړي، خپلمنځي تضادونه به کنټرول کړي او اړوندې مسئلې به په ښه توګه حل کړي. چين او امريکا دې په نوې زمانې کې د لويو هېوادونو په توګه يو د بل درناوی وکړي، په سوله کې دې ګډ ژوند او د خپلمنځي عادي او سالمو اړيکو لپاره دې ګډې هڅې وکړي. (شکريه)