د چين د شينجيانګ د ۲۰۲۱م کال د پرمختګ فورم تر سره شو
CMG2021-11-16 10:49:03
شريکول:

  

د چين د شينجيانګ د ۲۰۲۱م کال د پرمختګ فورم د نومبر په ۱۵ مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو.
دغه فورم د چين د دولتي شورا د مطبوعتي دفتر او د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د حکومت لخوا په ګډه جوړ شوی و او د چين، ارجنټاين او لاوس په شمول د ۳۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو پکې ګډون کړی و.
د فورم ګډونوالو په بېلا بېلو برخو کې د شينجيانګ لاسته راوړنې وستايلې او د دې سيمې او د يو کمربند او يوې لارې د پرمختګ په اړه يې وړانديزونه وکړل.
(مينه)