د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بلاروس ولسمشر لوکاشينکو د نومبر په ۱۵مه نېټه د جرمني له سرپرستې صدر اعظمې انګيلا ميرکل سره په تليفون باندې د بلاروس او د اروپايي ټولنې د ځينو هېوادونو په سرحدي سيمو کې د کډوالو پر مسئلې بحث وکړ.
د بلاروس رسنيو خبر ورکړی چې دا په تېر کال کې د بلاروس له ولسمشريزو ټاکنو راهيسې د ولسمشر لوکاشينکو او د لويديځو هېوادونو د مشرانو ترمنځ لومړی تليفوني خبرې اترې دي. دواړو خواوو په تليفون باندې د کډوالو مسئلې د حل د لارو چارو او راتلونکې او کډوالو ته د بشري مرستو د برابرولو په اړه د نظريو تبادله وکړه او موافقه يې وکړه چې د يادې مسئلې د حل لپاره به خپلمنځي تماس نيونې ته دوام ورکړي.
( سپوږمۍ)