د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې، د ۲۰۲۱ کال په لومړيو لسو مياشتو کې د چين لخوا د راجلب شويو بهرنيو پانګو اندازه ۹۴۳ ميليارډو او ۱۵۰ ميليونو يوانو ته رسېدلې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۷.۹ سلنه زياتوالی ښيي.
د مالوماتو له مخې، په چين کې اوس د بهرنيو پانګونو د راجلبولو حالت مخ پر ښه کېدو دی. د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې د چين په خدمتي چارو کې د بهرنيو پانګو د کارولو اندازه ۷۵۲ ميليارډه او ۵۲۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰.۳ سلنه زياته شوې ده. د لوړه ټکنالوژۍ په صنعتونو کې د بهرنيو پانګو د کارولو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۳.۷ سلنه زياته شوې ده.
په چين کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو او د اسيان هېوادونو د پانګونې اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۳۰.۷ سلنه او ۲۹.۵ سلنه زياته شوې ده.
(مينه)