د روسيې او فرانسې مشرانو تليفوني خبرې وکړې
CRI2021-11-16 09:56:43
شريکول:

د روسيې کريملين ماڼۍ د نومبر په ۱۵مه نېټه خبر ورکړ چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين په همدې ورځ د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره په تليفون باندې د دوه اړخيزو اړيکو، د بلاروس او د اروپايي ټولنې ځينو هېوادونو په سرحدي سيمو کې د کډوالو د رامنځته شوې ستونزې په شمول پر څو نړيوالو تودو مسئلو بحث وکړ. دواړو خواوو د روسيې او فرانسې د امنيتي همکارۍ کمېټې پر هغې غونډې چې تازه په پاريس کې تر سره شوې، رضايت څرګند کړ او په ځينو پوځي او سياسي موضوعاتو باندې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو هيله يې وښوده. 

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د کډوالو بحران په اړه وويل چې د پولنډ پوځيان د کډوالو په اړه خورا سرسخت چلند کوي. هغه په دې اړه د بلاروس له ولسمشر لوکاشينکو سره د نظريو تبادله وکړه او موافقې ته رسېدلي چې اروپايي ټولنه بايد د کډوالو مسئلې په اړه له بلاروس سره مستقيم تماس او بحث وکړي.

( سپوږمۍ)