شی جين پينګ: د چين او امريکا ترمنځ توپيرونه بايد په رغنده لارو چارو کنټرول شي
CMG2021-11-16 17:01:30
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په شپاړسمه نېټه د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره د انلاين کتنې په ترڅ کې وويل، د چین او امريکا ترمنځ د توپيرونو شتون طبيعي پديده ده او په رغنده لارو چارو د دغو توپيرونو کنټرول ډېر مهم کار دی.

نوموړي وويل، چې چين د خپل ملي حاکميت، امنيت او پرمختګ ساتنه اړينه بولي او هيله لري، چې امريکا د اړوندو مسئلو پر وړاندېراحتياطه او جدي رويه او سلوک غوره کړي.

شي جين پينګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په چارو کې څلور مهمې دندې وړاندې کړې او په اشارې يې وويل، چې دواړه هېوادونه بايد د لويو هېوادونو مسئوليت پر غاړه واخلي او د نړيوالو ننګونو ضد نړيوالو همکاريو کې دې لارښوونکی رول ولوبوي. د چين له خوا وړاندې شوي نړيوال پېشنهادونه ټول د امريکا پر وړاندې پرانيستي پراته دی او چين هيله لري، چې امريکا هم ښه سلوک او لاره اختيار کړي.

شي جين پينګ زياته کړه، چې دواړه هېوادونه بايد د بېلا بېلو کچو او برخو همکارۍ پياوړې کړي، د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه دې خپلمنځي همغږي او همکارۍ لا پياوړې کړي او د نړۍ لپاره دې لا زيات عامه توليدات برابر کړي.