د چين دولت رئيس او د امريکا ولسمشر په لومړي ځل انلاين خبرې وکړې
CMG2021-11-16 14:57:33
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د شپاړلسمې نېټې په سهار له بېجينګ څخه په انلاين ډول د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره وکتل او له نوموړي سره يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او د علاقې وړ نړيوالو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړې.

شي جين پينګ په دغه کتنه کې په اشارې وويل، چې چين او امريکا بايد يو بل ته متقابل درناوی ولري، په سوله کې دې ګډ ژوند وکړي، د ګډو ګټو لپاره دې همکارۍ وکړي او د خپلو کورنيو چارو د ښه تر سره کولو تر څنګ دې خپل نړيوال مسئوليت هم پر غاړه واخلي.

نوموړي وويل، چې دواړه هېوادونه د پرمختګ په کليدي مرحلې کې دي، خو د انسانو ګډ کور يعنې ځکمنې کره له ډېرو ننګونو سره مخ ده. چين او امريکا بايد د نړۍ د لومړيو دوو لويو اقتصادي ځواکونو او د امنيت شورا د دايمي غړو په توګه خپلمنځي همغږي او همکارۍ پياوړې کړي او د انسانانو د سولې او پرمختګ لپاره دې ګډې هڅې وکړي. د دواړو هېوادونو ترمنځ سالمې او ثابتې اړيکې د دواړو هېوادونو د پرمختګ، د سوله ييز او ثابت نړيوال چاپيريال د ساتنې او له کرونا وبا، اقليمي بدلون او نورو نړيوالو ننګونو سره د مبارزې لپاره ډېرې اړينې او مهمې دي. نوموړي زياته کړه، چې غواړي له ولسمشر جو بايډن سره ګډې نظريې تر لاسه کړي، فعال ګامونه پورته کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه پرمختګ لارښوونه وکړي.

ولسمشر جوبايډن په خپلو خبرو کې وويل، چې د ده په اند، دواړه هېوادونه بايد د خپلمنځي توپيرونو پر وړاندې څرګنده او صميمي رويه او سلوک غوره کړي، د ګډو ګټو په برخو کې په تيره بيا د اقليمي بدلون په شمول مهمو نړيوالو چارو کې دې ګډې هڅې وکړي.

د دواړو مشرانو دغه مجازي ليدنه د بېجينګ په وخت د غرمې په ۱۲ بجو او ۲۴ دقيقو پای ته ورسيده.