د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د شپاړلسمې نېټې په سهار له بېجينګ څخه په انلاين ډول د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره وکتل. شي جین پينګ وويل، چې په راتلونکو ۵۰ کلونو کې د نړيوالو اړيکو لپاره تر ټولو مهمه چاره دا ده، چې چين او امریکا بايد د خپلمنځي اړيکو لپاره سمه لاره پيدا کړي. هغه له بايډن څخه هيله وکړه، چې د چين پر وړاندې د امريکا پاليسي بيا سمې او کاري کېدو لارې ته راوګرځوي.
شي جين پينګ زیاته کړه، چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ د تجربو پر بنسټ، دواړه هېوادونه بايد په نوي عصر کې پر متقابل درناوي، سولې او همکاريو ټينګار وکړي.