د هانکانګ خبري رسنۍ: امريکا د چين د پرمختګ د مخنيوي له لارې خپل مشکلات نه شي حلولی
CMG2021-11-16 17:04:49
شريکول:

د هانکانګ (( نان هوا ځاو باو )) ورځپاڼې د نومبر په لسمه نېټه په خپله ويبپاڼه کې يوه مقاله خپره کړې ده. په دغه مقاله کې ليکل شوي، چې امريکا د اقليمي بدلون په شمول د ځينو چارو په پلمه د چين د پرمختګ د مخنيوي په هڅه کې ده، خو دغه کړنې يې د خپلو کورنيو مشکلاتو د حلولو لپاره هم ګټورې نه دي.

چين په نړۍ کې د اوسپنو او فولادو عمده توليدوونکی هېواد دی او په دې بهير کې يې د ککړتيا د کمولو په برخه کې برياليتوبونه هم تر لاسه کړي دي. که څه هم په چين کې د لمريزو برقي تختو د صنعيت چټګ پرمختګ تر يوې اندازې د امريکا صنعتي ګټې زيانمنې کړي، خو نړيوالې ګټې يې هڅولې دي.

په نړۍ کې د امريکايي صنايعو د سيالۍ ځواک ټيټوالی د امريکايي کارګرو د ستونزو اصلي سبب دی او دا د نړيوال کېدو نتيجه ده. د امريکا حکومت د نړيوال کېدو د اغېزو پر وړاندې اغېزمن اقدامات نه دي کړي.