د ايران د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زاده د نومبر په ۱۵مه نېټه د يوې نوبتي خبري ناستې په ترڅ کې څرګنده کړه چې د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ عمومي مدير ګروسي به په نژدې موده کې دغه هېواد ته سفر وکړي.
خطيب زاده وويل چې ايران ښاغلي ګروسي ته بلنه ورکړې او د سفر وخت يې ور ته وړاندې کړی دی. ښاغلی ګروسي به د دغه سفر په ترڅ کې د ايران د اټومي انرژۍ سازمان له مشر محمداسلامي او خارجه وزير حسين امير عبداللهيان سره کتنې وکړي.
ده زياته کړه چې ښاغلي ګروسي د ايران د اټومي انرژۍ سازمان سره تل ډېرې نژدې اړيکې ساتلې دي. د ايران او د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ ترمنځ تخنيکي اړيکې اوس پر سم لوري پرمختګ کوي.
( سپوږمۍ)