د بومي امريکايانو په ښوونځي کې د ۱۰۲ مړو شويو انديان زده کوونکو هويتونه مالوم شول
cri2021-11-16 10:44:56
شريکول:

د امريکا د نيبراسکا ایالت رسنيو د نومبر په ۱۳مه نېټه خبر ورکړ، چې پلټونکو په دې وروستيو کې د دغه ايالت د جينوا ښار د بومي امريکايانو په يو ښوونځي کې د ۱۰۲ مړو شويو انديان زده کوونکو هويتونه مالوم کړي دي. د دې ایالت چارواکو له فيډرالي حکومت څخه غوښتي، چې د دې تاريخې پېښې مسئوليت پر غاړه واخلي او د دغو انديان زده کوونکو د مړينې په تړاو سپيناوی وکړي. لامل سپيناوي. پلټونکې پروفيسرې مارګيريتا جاکوبس ويلي، چې ښايي د مړينې واقعي شمېر د ۱۰۲ په پرتله ډېر وي او ګڼ شمېر زده کوونکي د توبرکلوز په ګډون د ځينو ناروغيو له امله مړه شوي وو. (شکريه)