امريکا بايد نړۍ بيا ناهيلې نه کړي
cri2021-11-16 12:04:07
شريکول:

د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د مقابلې چوکاټي تړون د لاسليکوونکو ۲۶مه غونډه (COP26) د نومبر د ۱۳مې نېټې په شپه د بريتانيا په ګلاسګو کې پای ته رسېدلې او د پاريس تړون د تطبيق تفصیلاتو په اړه پکې موافقه ليک تصویب شو. د دغه موافقه ليک بهير ډېر ګران او مشکل ياد شوی او د بېلا بېلو خواوو په ګډو هڅو او د ډېرو توپيرونو په لېرې کولو سره نهايي او لاسليک شوی دی. د کوپ۲۶مې غونډې د کوربه هېواد بريتانيا لومړي وزير بوريس جونسن په همدغه شپه وويل، چې د یاد موافقه ليک لاسليک یو مهم ګام ګڼل کېږي.

د يادولو وړ ده، چې چین او امرېکې د اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې پر همکاريو موافقه کول د یاد مهم ګام کليدي لامل دی. دواړو خواوو د روانې میاشتې په ۱۰مه نېټه (( د ۲۱مې پېړۍ په دويمه لسيزه کې له اقليمي بدلون سره د ټينګې مبارزې په اړه د چين او امريکا د ګلاسګو اعلاميه)) خپره کړه او له اقليمي بدلون سره د نړيوالې مقابلې لپاره يې قوي ځواک برابر کړی دی. د اروپايي ټولنې د کميسيون مرستيال رئيس فرانس تيمومنس وويل، د چین او امريکې ترمنځ دغې ګډې اعلاميې نړۍ ته هيلې ورکړي او د ګلاسګو موافقه ليک د لاسليکېدو لپاره يې بنسټ ايښودلی دی. په یادې ګډې اعلاميې کې راغلي، چې امريکا به تر ۲۰۳۵ م کال پورې د برېښنا د توليد په بهير کې د کاربن ککړتيا صفر ته راټيټه کړي. چین به د ۱۵م پنځه کلن پرمختګ په موده کې ګام په ګام د سکرو د استفادې اندازه کمه کړي او د دغه بهير د چټکېدو لپاره به تر وسې پورې کوښښونه وکړي. دواړه هېوادونه پلان لري، چې له ۲۰۲۵م کال څخه تر ۲۰۳۵م کال پورې د خپلو اړوندو خدمتونو په اړه راپورونه خپاره کړي. له دې څخه ښکاري، چې چین او امريکا له اقليمي بدلون سره مقابلې ته ډېره پاملرنه کوي او کلکه اراده لري.

چين په نړۍ کې د تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد په توګه له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې تل خپلې ژمنې پوره کړې دي. چيني چارواکو پخوا هم ډاډ ورکړی، چې په ۳۰ کلونو کې به اوج ته د کاربن ايستلو اندازې له رسېدو څخه وروسته  د کاربن حنثی موخه ترسره کړي، یعنې دغه هېواد به په ګردې نړۍ کې د کاربن ايستلو اندازې د کمښت په برخه کې تر ټولو لوی ګام پورته کړي او  سرعت به يې د لويو پرمختللو هېوادونو په نسبت ډېر ګړندی وي. چین اوس تر ۲۰۳۰م کال پورې اوج ته د کاربن ايستلو اندازې د رسېدو په اړه عملي لایحه ټاکلې ده.  برسيره پر دې، په چين کې هره ورځ په منځنۍ توګه ۱۲ زره هکتاره ځنګلونه کرل کېږي او کابو د ۹۰ زرو کيلوواټو په اندازه لمريزې برېښنا شيشه يي تختۍ نصبېږي، نو د بريتانيا لومړي وزير بوريس جونسن د کوپ۲۶مې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د چین له خدمتونو څخه مننه څرګنده کړه.

بله خوا، نړیواله ټولنه د امريکې پر کړنو شک او اندېښنې لري، ځکه امريکې په تېرو کلونو کې خپلو چارو او رویې ته ډول ډول بدلونونه ورکړي او له اقليمي بدلون سره د نړيوالې مقابلې پر وړاندې يې تر ټولو لوی خنډونه جوړ کړي وو. ډيپلومات مجلې د يوې ليکنې په خپرولو سره ويلي، چې نړيواله ټولنه د واشنګټن پر ژمنو باور نه لري.

دا بې ځايه وينا نه ده، ځکه په امريکا کې د اقليمي بدلون د مخنيوي پرېکړه له ساينسي نظرونو سره سمون نه لري، بلکې د دواړو سياسي ګوندونو ترمنځ د سيالۍ لپاره یوه سياسي موضوع ګرځېدلې ده. د دغه هېواد پخواني ولسمشر بوش له توکیو پروتوکول څخه ووت او وروسته د ټرمپ حکومت پاريس تړون پرېښوده، دا د دې ښودنه کوي، چې د امريکا حکومت تل په کوردننه د ګوندونو سيالۍ ته لومړیتوب ورکوي او نړیوالو تړونونو ته هېڅ پاملرنه نه کوي او له دې امله له اقليمي بدلون سره د نړيوالې مقابلې بهير هم  ډېر ځنډېدلی دی.

ایا امريکا به دا ځل خپله ژمنه پوره کړي؟

امریکا باید نړۍ یو ځل بيا ناهيلې نه کړي او لاسليک کړي نړيوال تړونونه دې جدي تطبيق کړي او ګډې او مختلفې دندې دې پر غاړه واخلي، د کاربن ايستلو اندازې د کمښت موخه دې  پوره کړي او د سرمايو، ټکنالوژۍ او متوازن پرمختګ په برخو کې دې له پرمختيايي هېوادونو سره مرستې وکړي.