شي جين پينګ: چين به د تايوان بېلتون غوښتوونکو د پاروونکو کړنو پر وړاندې ګامونه پورته کړي
CMG2021-11-16 16:56:25
شريکول:

د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر په ۱۶مه نېټه د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره د انلاين کتنې په ترڅ کې د تايون مسئلې په اړه د چين اصول او دريځ بيان کړل. نوموړي وويل، که د تايوان بېلتون غوښتوونکي وغواړي د پاروونکو کړنو له لارې پر چين فشار واچوي او يا له سرې کرښې څخه واوړي، نو چين به يې پر وړاندې اړين او غوڅ ګامونه پورته کړي.

شي جين پينګ وويل، چې په نړۍ کې د چين په نوم يوازې يو هېواد شته او تايوان د چين يوه برخه ده. د چين ولسي جمهوريت حکومت د چين هېواد د استازيتوب يوازېنی قانوني حکومت دی.