شي جين پينګ: هيله ده، چې امريکا د نوې سړې جګړې د نه تر سره کولو ژمنه پلې کړي
CMG2021-11-16 16:52:01
شريکول:

   د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۶مې نېټې په سهار د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره په ويډيويي ناستې کې هيله وښودله، چې امريکا د نوې سړې جګړې د نه تر سره کولو په اړه خپله ژمنه پلې کړي. نوموړي په دغې ناستې کې وويل، چې چين د سولې، پرمختګ، عدالت، انصاف، ډيموکراسۍ او ازادۍ په شمول د انسانانو د ارزښت پر ګډو نظريو ټينګار کوي. د ايډيولوژيکې کرښې د اوباسلو، د جنګي کمپونو د ويشلو او د ډله ييزو مقابلو په شمول عملونه به نړۍ ته زيانونه ورسوي.