اذربايجان او ارمنيستان اوربند وکړ
cri2021-11-17 14:29:26
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ارمنيستان دفاع وزارت د نومبر په ۱۶مه نېټه ويلي، چې اذربايجان او ارمنستان د روسيې د هڅو په رڼا کې په سرحدي سيمه کې اوربند کړی دی.

ياد وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې اذربايجان او ارمنيستان د روسيې د هڅو او وړانديز په پار د روانې مياشتې د ۱۶مې نېټې د مازديګر له ۸ بجو او ۳۰ دقيقو څخه اوربند اعلان کړی او اوس د دواړو خواوو تر منځ په سرحدي سيمه کې حالات ارام دي.

په همدې ورځ د اذربايجان او ارمنيستان د ځواکونو تر منځ ډزې تبادله شوي او يو پر بل يې د لومړي بريد پړه اچولې ده. (شکريه)