د چين او امريکا مشرانو د خپلمنځي اړيکو لوری روښانه کړ
cri2021-11-17 14:58:25
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۶مې نېټې په سهار د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره مجازي ليدنه وکړه او دا د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو په تاريخ کې د مشرانو لومړی ويډيويي ملاقات بلل شوی او هم د دواړو هېوادونو د خپلمنځي چارو او د نړيوالو اړيکو لپاره يو ستر کار بلل کيږي.

دواړه سيالو مشرانو د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ د عمومي، ستراتيژيکو او بنسټيزو مسئلو، د پرمختيايي اجنډاوو، کورنيو او بهرنيو تګلارو، د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په باب د نظريو تبادلې وکړې.

د چين د بهرنيو چارو مرستیال وزير شي فنګ د يادو مشرانو تر ملاقات وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د دواړو هيوادونو د مشرانو دغه ملاقات په صميمي فضا کې ترسره شو او ډېر ارزښتناک او اغيزمن ګڼل کيږي. نوموړي وويل، چې د چين او امريکا ترمنځ د اوسنيو اړيکو د پرمختګ لپاره د دواړو هېوادونو د مشرانو لارښوونه ډېره مهمه ده. د دواړو مشرانو دغه ويډيويي ملاقات به په راتلونکي يوه موده کې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره لاره په ګوته کړي او خپلمنځي اړيکې به په خوځښت راولي.

رئيس شي جين پینګ په خپلو خبرو کې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو په هکله درې فقره ييز اصول وړاندې کړل.

 لومړی، دواړه هېوادونه بايد يو بل ته درناوی ولري.

دويم، دواړه هيوادونه بايد په سوله کې ګډ ژوند وکړي.

 درېیم، دواړه هيواونه بايد د همکاريو له لارې ګډ بريالیتوبونه تر لاسه کړي.

هغه پردې هم ټینګار وکړ، چې چين او امريکا بايد په څلورو برخو کې خپلې هڅې چټکې کړي:

 لومړی، چين او امريکا دې د لويو هېوادونو په توګه خپل مسؤليت پر غاړه واخلي او له ننګونو سره د مقابلې لپاره دې د نړيوالو همکاريو لارښوونه وکړي.

دوهم، دواړه هېوادونه دې د مساواتو او ګډو ګټو پربنسټ په بېلا بېلو برخو کې د بېلا بېلو کچو تګ راتګ پرمخبوزي او د دوه اړخيزو اړيکو پرمختګ دې په خوځښت راولي. چین او امريکا کولی شي، چې د ډيپلوماتيکو، امنيتي، سوداګريزو او پولي چارو او د اقليمي بدلون په اړه د کاري ډلو د ډيالوګ مکانيزم په وسيله خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او شخصې مسئلې حل کړي.

 درېيم، چين او امریکا دې خپلمنځي توپيرونه کنټرول کړي او له سم مدار څخه د دواړو هېوادونو د اړيکو د وتلو مخه دې ونيسي.

 څلورم، دواړه هېوادونه دې د سترو نړيوالو او سيمه يیزو تودو مسئلو په هکله خپلمنځي همغږي او همکارۍ پياوړې کړي او د نړيوالې سولې او پرمختګ د پرمخبيولو او د عادلانه او معقول نړيوال نظام د ساتلو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

د دواړو هېوادونو مشرانو په دغه ويډيويي ملاقات کې د چين او امريکا د اړيکو پر اهميت هم خبرې وکړې. رئيس شي جين پينګ خپلو خبرو کې په اشارې وويل، چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې نه يوازې د دغو دوو هېوادونو لپاره، بلکې د نړۍ لپاره هم ډېرې مهمې دي، نو بايد دغو اړيکو ته وده ورکړی شي او پرېنږدو، چې دا اړيکې خرابې شي.

چين په دې اند دی، چې دواړه هيوادونه دې خپلمنځي تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي او يوازې خپل کورني کارونه دې نه تر سره کوي، بلکې اړين نړيوال مسؤليت دې هم پر غاړه واخلي، تر څو خپلمنځي اړيکې يې ښه پرمختګ ومومي او د انسانانو سوله يیزې او پرمختيايي چارې پرمخ لاړې شي. دا د دواړو هېوادونو د خلکو اړتيا ده او د نړيوالې ټولنې ګډه هيله هم ده.

د امريکا ولسمشر جو بايډن په خپلو خبرو کې وويل، چې دواړه هيوادونه نه يوازې د خپل ځان، بلکې د نړۍ لپاره هم مسؤل دي.

هغه موافقه وکړه، چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې به خرابې نه شي او زیاته کړې يې ده، چې د امريکا موخه دا نه ده، چې د چين نظام بدل کړي، بلکې دواړه خواوې بايد يو بل ته درناوی او په سوله کې ګډ ژوند وکړي.

نوموړي وويل، چې د دواړو هيوادونو اوسنۍ بېړنۍ دنده دا ده، چې د دوه اړخيزو اړيکو د ځينو رښتينو موضوعاتو په هکله يو له بل سره صميمي خبرې وکړي او سالمه سيالي وکړي او له مقاومت او تاوتريخوالي څخه دې لرې واوسي.

د چين او امريکا مشرانو له نوې سړې جګړې سره هم مخالفت ښودلی دی.

دا هم د پاملرنې وړ ده، چې له دې ملاقات نه مخکې د چين او امريکا ترمنځ په اړيکو کې مثبتې نښې نښانې ليدل کېدې.

د چين او امريکا استازو د بريټانيا په ګلاسګو کې د نومبر په لسمه نېټه د م.م د اقليمي بدلون د غونډې په ترڅ کې له اقليمي بدلون سره د مقابلې په پار ګډه اعلاميه خپره کړه او دا د يادو اړيکو تر اوږدمهالې خړپړتيا وروسته تر لاسه شوې ګډه نظريه بلل شوې ده.

د چين او امريکې د مشرانو ګډې نظريې نه يوازې د چين او امريکا ترمنځ د سالم پرمختګ لپاره، بلکې د نړۍ لپاره هم ګټورې دي.