بېجينګ : د چين او جاپان تر منځ د اړيکو پرمختګ ته بايد دوستانه ټولنيز چاپيريال برابر شي
cri2021-11-17 14:34:40
شريکول:

د نومبر ۱۶مه نېټه د جاپان په اوساکا ښار کې د چيني ښځينه لوبغاړو لخوا د واليبال په نړيوالو لوبو کې د طلايي مډال د ګټلو له ۴۰مې کليزې سره برابره ده. په اوساکا کې د چين قونسلګرۍ اعلان کړی، چې دوی به په دې ورځ له جاپان سره اړوند انلاين فعاليتونه تر سره کړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه وويل، چې د کولتور او سپورټ په ساحه کې د چين او جاپان تر منځ همکارۍ ژورې او پراخې دي. سږ کال او راتلونکی کال (( د چين او جاپان تر منځ په سپورټي ډګر کې د راشه درشې د هڅونې کالونه )) دي او راتلونکی کال د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د عادي کېدو له ۵۰مې کليزې سره برابر دی، چين به په راتلونکي کال کې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې تر سره کړي. نوموړي هيله وښوده، چې دواړه هېوادونه په دې بهير کې کولتوري تګ راتګ په ښه توګه تر سره کړي او د دواړو خواوو تر منځ د اړيکو پرمختګ ته مثبت او دوستانه ټولنيز چاپيريال برابر کړي. (شکريه)