چين د ميانمر له بېلا بېلو خواوو ملاتړ کوي، چې د خبرو اترو له لارې اوسنۍ مسئله حل کړي
cri2021-11-17 15:01:25
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په ۱۶مه نېټه په یوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د ياد وزارت د اسيايي چارو ځانګړي استازي سون ګوه شيانګ د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه له ميانمر څخه ليدنه وکړه او چين د ميانمر له بېلا بېلو خواوو ملاتړ کوي، چې د خبرو اترو او سلا مشورو له لارې اوسنۍ مسئله حل کړي.

د مالوماتو له مخې، د ميانمر د دولتي اجرائيوي کميټې رئيس او صدراعظم مين اونګ هلاينګ په دې وروستيو کې د چين د بهرنيو چارو وزارت د اسيايي چارو له ځانګړي استازي سون ګوه شيانګ سره ليدلي او د دواړو هېوادونو د ۵ ګډو نظريو، د ميانمر او اسيان تر منځ د اړيکو او د اسيان او چين تر منځ د اړيکو په اړه يې ورسره د نظريو تبادلې کړې دي. (شکريه)