د روسيې او بلاروس ولسمشرانو د کډوالو مسئلې په اړه خبرې وکړې
cri2021-11-17 10:20:14
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکو د نومبر په ۱۶مه نېټه د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين سره ټليفوني خبرې وکړې او د بلاروس او پولنډ په سرحدي سيمې کې د کډوالو مسئلې په اړه يې بحثونه وکړل.

د بلاروس د ولسمشرۍ ویبسايټ خبر ورکړی، چې لوکاشنکو په ټليفوني خبرو کې خپل روسي سيال ته د يادو کډوالو تازه مالومات او د روانې میاشتې په ۱۵مه نېټه د ده او انګيلا ميرکل ترمنځ د ټليفوني خبرو محتویات او نتیجې ورکړلې او دواړو خواوو د کډوالو مسئلې د حل په اړه د نظريو تبادلې وکړې. 

خبر وايي، چې دواړو مشرانو د اوکراین وضعیت، په تور سمندر کې د امريکا، ترکيې، اوکراین او رومنیا د ګډ پوځي تمرين په اړه هم بحثونه وکړل. (هيله)