د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جیان د نومبر په ۱۶مه نېټه وويل، چې د نړيوالو تصدیو خاوندان به د نړیوال اقتصادي فورم د ترسره کېدو په ترڅ کې ځانګړې ويډيويي ناسته ترسره کړي.
نوموړي وويل، چې کرونا وبا لا هم په ګردې نړۍ کې خپرېږي او د نړیوال اقتصاد د بيااحیا پر وړاندې لا هم د بې ثباتۍ ډېر عوامل شتون لري. نړیواله ټولنه په تېره بيا نړیوالې تصدۍ د چین د اقتصادي پرمختګ تمايل او اړوندو تګلارو ته ډېره پاملرنه کوي او له چین سره د خپلمنځي همکارۍ د ژورتيا هيله لري. هغه باور وښود چې دغه ويډيويي خبرې به د نړیوالې ټولنې لخوا د چین په اقتصادي وضعیت او اړوندو تګلارو د پېژندنې لپاره ګټورې وي او د بېلا بېلو خواوو ترمنځ د تفاهم او همغږۍ د پياوړتیا او له ننګونو سره د ګډې مقابلې او د نړیوال اقتصاد د بيااحیا د هڅونې لپاره به مثبت رول ولوبوي. (هيله)