د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۶مه نېټه د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره ويډيويي خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې يې وويل، چې د نړیوالو اړيکو او چارو لپاره د چین او امريکې د راتلونکې نيمې پېړۍ اړیکې ډېرې مهمې دي.
دا د شي جین پينګ او جوبايډن ترمنځ لومړی ويډيويي ملاقات و او درې نیم ساعته يې دوام درلود. دواړو مشرانو وويل، چې دغه ملاقات يې اغېزمن و او د دواړو هېوادونو او نړيوالو چارو کې به رغنده رول ولري.
د چین او امريکا اوسنۍ اړیکې په تقاطع کې ولاړې دي. امريکې د چین پر وړاندې ناسمه ستراتېژي غوره کړې او د چین د پرمختګ د مخنيوي لپاره يې ډېرې ناوړې کړنې ترسره کړي چې له امله يې د دواړو هېوادونو اړيکې ډېرې خرابې شوې دي. اوس د دواړو هېوادونو مشرانو د ويډيويي ملاقات له لارې د دواړو خواوو د اړيکو پرمختګ داسې لوری لارښوونه کړی، چې د خپلمنځي ناسم تفاهم د کمښت او د نظر تبادلې او خپلمنځي همکاریو د هڅونې لپاره يې ګټور بلل کېږي.
د امريکا ولسمشر جوبايډن په یاد ملاقات کې دا په ډاګه کړې، چې د امريکا او چین ترمنځ اړيکې نه خرابېږي، امريکا نه غواړي د چین نظام بدل کړي یا له چین سره نښتې وکړي، او له چین څخه د تایوان له جلا کېدو به ملاتړ و نه کړي.
امريکا بايد خپلې ژمنې پوره او د چینایانو او د نړيوالې ټولنې باور خپل کړي. (هيله)